هرات / باختر / د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
د هرات والي په فساد له ککړو کارکوونکو سره د ترانسپورت وزارت د جدي چلند غوښتنه وکړه .
د هرات والي محمد آصف رحيمي په ترانسپورتي حوزو او د ترانسپورتي عوايدو د راټولو په لاره کې د زيات شفافيت د تامينولو او اصلاحاتو د دوام غوښتنه وکړه .
د هرات والي نن د ترانسپورت وزارت له سرپرست محمد حميد طهماسي سره وکتل او د هرات ترانسپورت په بېلابېلو برخوکې يې د اصلاحاتو د دوام په اړوند د جمهوري رياست د حکم د شفاف تطبيق غوښتنه وکړه .
د هرات والي د ترانسپورت د شپږو تنو مديرانو د بيا ګومارنې په باب رپوټونوته په اشارې سره چې پخوا د جمهوري رياست د لارښوونې له مخې له دندو څخه ګوښه شوي وو، په دې لاره کې د ترانسپورت وزارت د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه.
رحيمي د شفافيت تامينول او د خلکو د بشپړ باور جلبول له فساد سره د مبارزې په لاره کې د مسوولينو دجدي اقداماتو زيږنده وبلله .
ده په هرات کې د معياري تمځايونو د جوړولو غوښتنه وکړه .
د ترانسپورت وزارت سرپرست هم د هغو سرغړونو په څيړنې ټينګار وکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوري رياست د حکم دتطبيق په لاره کې ترسره شوې دي .او ډاډ يې ورکړ چې له سرغړونکو افرادو سره قانوني چلند کيږي .
ختم_ ج _ اکرم