ټولنه

په لوګر کې دترافيکي پيښې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
په لوګر ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن غرمه دمحمد آغې ولسوالۍ په شيخک کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې د اردو د پوځيانو دسپرلۍ رنجر موټر له يوه ګړندي موټر سره ټکر وکړ.
دلوګر ولايت دمحمد آغې ولسوالۍ امنيه قوماندان مطيع الله صادق عبدالرحمي زي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول ده دپوځي موټر دچلوونکي ګړندى تک ددغې مرګاني ترافيکي پيښې اصلي عامل وباله.
له بلې خواهم عيني شاهدان وايي چې د اردو دپوځيانو دسپرلۍرنجر موټر په ډيرې چتکتيا سره له تګلوري څخه ووت او دملکي وګړو دسپرلۍ له ګړندي موټر سره يې ټکر وکړ.
دمحمد آغې ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي چې ، ملي اردو درنجر موټر چلوونکي نيول شوى او په دې باب څيړنې او تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته