ټولنه

د ډاډګېرنې پيغام

کابل- باخترد سلواغې د مياشتې  ١٦ :
د سناتور جنت ګل د مړينې له امله د اجراييه رياست د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې د هېواد یو غښتلی بچی او د کوچیانو مشر سناتور جنت ګل په حق رسيدلى دى.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد سناتورجنت ګل د هېواد یو له سوله غوښتوونکو او مطرحو قومي شخصیتونو څخه و چې تل یې د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره هڅې کړې دي. هېڅکله یې خپل هېواد او خلکو ته له خدمت کولو لاس نه دی اخیستی. د ارواښاد خدمتونه به د تل لپاره ژوندي وي.
زه د ارواښاد مړینه د هېواد لپاره یوه ستره ضایعه بولم، د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبرهيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته