نړۍ

په سوريه کې دملګروملتو دسازمان دسوله ساتو ځواکونو دشتون څيړنه

دمشق دروسيي غږ راډيو  باختردلندي دمياشتې  ٢٣ :
په داسې حال کې چې په درسته سوريه کې خونړي نښتې دوام لري اوددولت پلوي
اومخالف وسله وال ځواکونه ديو بل دوژنې په لټه کې دي دملګروملتو دسازمان دسوله ساتي مرکز غړو هيوادونو تصميم نيولي دي چې دملګروملتو دسازمان  تر نظر لاندې له څلورو څخه ترلسو زرو تنو پورې سوله ساتو ځواکونو داستولو امکان وڅيړي.
دباختراژانس دخبرله مخې ،  ددغو ځواکونو دشتون وړانديز په سوريه کې دنښتو دبندولو لپاره درښتيني  حل دلارې دلټولو له مياشتو مياشتو هلوځلو وروسته دملګرو ملتو دسازمان او دعربو اتحاديې دځانګړي استازي اخضر ابراهيمي  له  خوادملګروملتو سازمان ته ورکړشوى دى.
په سوريه کې ددغو سوله ساتو ځواکونو شتون دملګروملتو د سازمان دامنيت شورا دغړو تائيد ته اړتيالري  چې په دغه هيواد کې سياسي پوځي  بې ثباتي چې د ٢٠١١ کال دمارچ له مياشتې څخه پيل شوې ده په يو ډول نه يو ډول پاى ته  ورسول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته