ټولنه

دارزګان دوګړني شورا د دولت اودسولى دبهير ملاتړ کوو

ارزګان باختردچنګاښ دمياشتې ١٣ :

دارزګان ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو دوګړني شورا له جوړولو سره جوخت په دغه ولايت کې  ددولت دسولى دبهيرملاتړ وکړ.

دغه شورا چې دارزګان په ګوټ ګوټ    کې دقومي مشرانو ، مدني ټولنې ، فرهنګيانو اوځوانانوڅخه جوړه شوې ده پرون ديوې ناستي په بهيرکې ددغې شورا غړو په دى ناسته کې سوله دافغانستان دترقي يواځنۍ لاره وبلله  او ژمنه يې وکړه چې په خپل ولايت کې دامنيت په تامينولو اودبيا جوړولو په بهيرکې له دولت سره همکاري کوي.

دارزګان والي اميرمحمداخوندزاده هم په دى ناسته کې حاضرو.

ده په خپلو خبرو کې له دولت سره دملاتړ اودسولى دتامينولو لپاره دارزګانيانو داقدام له امله قدرداني وکړه اوله هغوى څخه  وغوښتل چې  دامنيت په تامينولو اوبيا جوړولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ددغې غونډې برخه والو په يوولسو مادو کې يو پريکړه ليک صادرکړ چې په هغه کې له طالبانوسره  دخبرو اوپه افغانستان کې دسولى  دټينګښت لپاره له هغوى سره دخبرو دبهير ملاتړشوى و.

په دې پريکړه ليک کې برخه والو له دولت څخه  وغوښتل چې  دهغو کسانو لپاره چې دمجبوريت له مخې ددولت پرضد دريدلي دي دبياراستنيدو زمينه برابره کړي  اوددوى نومونه دترورستانو له لست څخه وباسي.

په پريکړه ليک کې دغه راز له وسله والو طالبانو څخه غوښتل شوي دي  چې دهيواد له ورانولو  څخه لاس واخلي  اودسولى  له بهيرسره دى يوځاى شي.

دارزګان دوګړني شورا غړو داسلام دمبين دين داصولو اوحکمونو په چوکاټ کې  دښځو له  حقوقو سره خپل ملاتړ اعلام کړ  اوله ټولو افغانانو څخه يې وغوښتل  چې داسلامي شريعت په رڼا کې دى دښځو حقوق رعايت کړي .

ارزګان شورا په دغه ولايت کې ډيره ستره وګړني شورا ده چې په دغه ولايت کې جوړه شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته