کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٧:
د افغانستـان پخواني جمهور رئیس حـامد کـرزي نن په افغانستـان کې د تـرکیې لـه سفیـر ښــاغلي علی سید اکین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دحامد کرزي دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې حامد کرزي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ژورې او تاریخي دوستي یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو خلک یې د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک وبلل.
پخواني جمهور رئیس همداراز په تېرو دیارلسو کلونو کې له افغانستان سره د ترکیې د مرستوله امله مننه وکړه.
همدارنګه په دې کتنه کې دواړو خواوو ترکیې ته د حامد کرزي د سفر په هکله چې د ترکیې د پخواني جمهور رئیس عبدالله ګل په بلنه د عبدالله ګل د پوهنتون کتابتون او موزیم پرانیست غونډې ته دعوت شوی هم خبرې اترې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل