امنیت

په بغلان کې درې تنه الماني عسکر ټپيان شول

درې تنه الماني عسکر نن په بغلان ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .

 دغه پيښه نن له غرمي وروسته په دوو بجو او ديرشو دقيقو دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې  له هغه وروسته رامنځته شوه چې دالماني ځواکونو يو ټانک په يو ماين وخوت .

 دمرکزي بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان محمد کمين دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى  اوښتي .

 له بله پلوه په بغلان ولايت کې دالماني ځواکونو درسنيو مسوول يوسفزي وايي  چې په دې چاودنه کې دالماني ځواکونو يو سرتيري ټپي شوى دى .

   طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته