امنیت

دانسان تښتوونکو له خوا ديوه سيمه ئيز مخور دوژل کيدو په نسبت دهراتيانو قهر او غوصه .

کابل باختر د ليندي  ديارلسمه :
دهرات په سلګونو تنو خلکو دانسان تښتوونکو له خوا د سيمې ديومشر دوژل کيدو پرخلاف غبرګون کې په مظاهرو  لاس پورې کړ
دغه مظاهره کوونکي دشهيد ارباب عبدالحکيم  ساغري په باب چې ديوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا په کرخ  ولسوالۍ کې په ډيرې بې رحمۍ سره وژل شوى دى عدالت غواړي .
دوي ادعا کوي چې شهيد ارباب ساغري دتير يو نيم کال په بهير کې  بې درکه  و او اوس مړى يې ترلاسه شوى دى .
دوى وايي که چيرې غوښتنو ته يې پاملرنه ونه شي له اعتراض څخه لاس نه اخلي .   په همدې حال کې دهرات ولايت  مرستيال نوري ژمنه وکړه  چې دغه ستونزه  په جدي توګه څيړل کيږي او ټولو کشفي امنيتي اوقضايي بنسټونو ته به حکم ورکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته