خبرونهامنیت

په بغلان کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

 کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي دي.

دغه کسان نن د پوليسو له خوا د خنجانو او د مرکزی بغلان ولسواليو له مربوطاتو څخه د يو کيلو ګرامه شيشه او يو نيم کيلو ګرامه اوومه چرسو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير محمد نبي کامران باختر آژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو د نشه يي توکو په قاچاق اعتراف کړى دى.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا