سیاست

جمهور رئیس غني د الکوزیو قوم له مشرانو سره وکتل

کابل -باخترد مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام د الکوزیو قوم له مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې مسعود اخندزاده، نادم الکوزي، محمدهاشم الکوزي او خانجان الکوزي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د بهرني سیاست او اقتصادي همکاریو په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې سره له دولت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
هغوی وویل، د نظام د پیاوړتیا لپاره مو ډېرې قربانۍورکړي، نو هیچاته به د نظام د مخالفت، سبوتاژ، کمزوري کولو او له ملي یووالي حکومت څخه د باج اخیستلو اجازه ورنه کړو.
دغو ویناوالو زیاته کړه، د افغانستان د اوبو مهارول زموږ د هېوادوالو له پخوانیو هيلو څخه ده چې د جمهور رئیس په پاملرنه او مدیریت پوره کېږي.
د الکوزیوقوم مشرانو څرګنده کړه، دوی په خپلو سیمو کې د جوماتونو او ښوونځیو د جوړولو او د خلکو د شخړو په حل کې پام وړ هلې ځلې کړي او همدارنګه به د ارګ او ولسونو تر منځ د ارتباطي پل رول ترسره کړي.
دغو ویناوالو جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، د لویو پروژو، زیربنا، فعالې ډيپلوماسۍ، سیمه ییزې همکارۍ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او سمبال او نورو بېلابېلو برخو کې ستاسو لاسته راوړنې د لمس او قدر وړ دي.
هغوی د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د خپلواکۍ او دفاع په برخه کې د الکوزیو قوم خدمت ته په اشارې سره وویل، د الکوزیو قوم شته کدرونو ته دې په بېلابېلو برخو کې د هېواد او ولس د خدمت فرصت ورکړل شي.
د الکوزیو قوم مشرانو د هېواد د دفاع او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې په ټينګار سره وویل، د الکوزیو قوم له سیاسي او اقتصادي پلوه د خپل نظام او دولت ټینګ ملاتړ کوي.
د هېواد جمهور رئیس د ویناوالو د څرګندونو له اورېدو وروسته د هغوی له حضور او له نظام او دولت څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د هېواد د تاریخ په اوږدو کې د الکوزیوقوم خدمت او سرښندنو ته په اشارې د عبدالغني خان الکوزي، یارمحمدخان الکوزي او مولوي الکوزي یادونه وکړه.
جمهور رئیس غني د الکوزیو قوم مشرانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو له مینې او ملي دریځ څخه د زړه له کومې مننه کوم. د الکوزیو قوم مشرانو د ملي یووالي په ساتلو کې پام وړ رول لرلی دی. هغه همدارنګه د هېواد په سوداګرۍ او اقتصادي وده کې د الکوزیو تاجرانو او پانګوالو رول ارزښتناک وباله.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د ټاپي پروژې کار به په نږدې راتلونکي کې په هرات کې پرانیستل شي او د دغې پروژې له تطبیق سره به د دغې پروژې په مسیر کې د پرتو ولایتونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي. هغه څرګنده کړه، زما ارزو داده چې په الهي مرسته او د خپلو ولسونو په ټینګ ملاتړ د هیواد هره برخه اباده کړم.
محمد اشرف غني وویل، له نظام پرته هېواد نه جوړېږي، ځکه موږ په تېرو لسیزو کې د بې نظامۍ له امله ګڼې ستونزې وګاللې. جمهور رئیس د الکوزیو قوم مشرانو ملاتړ ته په اشارې وویل، د ولس د یووالي او ملاتړ غږ پر ټولو هېوادوالو مثبت اغېز کوي.
د دغې کتنې په پای کې د الکوزیو قوم مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او همدارنګه یې د قندهار د خرقې شریفې عکسونه هم ورته ډالۍ کړل.#
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته