امنیت

په کندزکې د دولت دوه ويشتو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر/ د مرغومي د مياشتې ١
چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې د وسله والو مخالفينو پروړاندې د پامير يو په نامه عمليات پيل شوي چې له امله يې د دولت دوه ويشتو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
په کندز ولايت کې د اته سوه اته سپين زر زون قومندان شېر عزيز کامه وال وايي چې پرون يې د دغه ولايت په مرکز اړوندو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پروړاندې عمليات پيل کړي دي.
دی زياتوي چې د ګډو امنيتي ځواکونو د ورځنيو عملياتو په پايله کې د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځلس تنه نور  ټپيان شوي دي.
د ده په خبره چې په روانو عملياتو کې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم لري او دا عمليات به تر هغه پورې دوام مومي چې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي نه وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته