(PS)خبرونه(PS)فرهنګ

په بغلان کې درې قلمه موندل شوي آثار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

کابل، د وږي ۷ مه، باختر

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې موندل شوي درې قلمه لرغوني اثار د دې ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرحمن دغه اثار موندلي او د بغلان د ۰ – ۱۲ امنیتي قطعې په هلو ځلو یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارلي دي.

هاشمي زیاته کړه چې یاد کس هغه مهال دغه لرغوني آثار موندلي، چې په خپل سیمه کې په کار بوخت وو او د یوه قبر تر موندل کېدو وروسته د هډوکو ترڅنګ دوه خاورین جامونه، یو مرتبان ډوله خاورین ګیلاس او یو خاورین لوښی یې موندلی، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د ۰ – ۱۲ امنیتي قطعې د قومندان محمد خلیل انوري په شتون کې وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې دې ته ورته لرغوني آثار موندل شوي وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا