هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
په هرات ولايت کې د ظفر قول اردو يو منسوب د ابتدايي محکمې له خوا په يو کال بند محکوم شو.
تورن په هغې علني قضايي غونډه کې چې د ظفر قول اردو د محکمې د رئيس قضاوتپال بريدجنرال عبدالواسع محب په مشرۍ او د دعوا د لورو په شتون او د ظفر قول اردو د درېمې لوا د دويم کنډک د قرارګاه د ټولي د منسوبانو له خوا جوړه شوې وه، د ټولي د قوماندان محمدظاهر د ټپي کيدو په قضيه کې په يو کال بند محکوم شو.
د محکوم د استيناف غوښتنې حق په قانوني معيادکې خوندي بيان شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ