ټولنه

رسنۍ باید د عامه ذهنیت په جوړونه کې خپل ملي رسالت ادا کړي.

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٥ مه
رسنۍ باید د عامه ذهنیت په جوړونه کې خپل ملي رسالت ادا کړي
دا څرګندونې د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار پرون د لغمان ولایت په کچه د ژورنالېستانو او رسنیو د امنیت د خوندیتوب کمېټې په نوبتي غونډه کې د وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې ولایتي اداره به په خپل ټول توان سره د بیان ازادۍ، مدني ارزښتونو او د رسنیو او ژورنالېستانو د امنیت د تامین لپاره له شتو امکاناتو کار واخلي او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې له برابر شوي طرزالعمل سره سم په خپلو اړونده ورسپارل شویو دندو کې مسولیتونه په ښه شان سرته ورسوي.
مظلوم یار په ټولنه کې د رسنیو او ژورنالېستانو اغېزمن رول ته په اشارې وویل: (( رسنۍ اوس په ټولنه کې د څلورم ځواک په توګه پېژندل کېږي او زموږ هيله هم ترې دا ده چې له دې ځواک څخه د عامه ذهنونو په جوړېدنه کې په سمه توګه کار واخیستل شي، ده زیاته کړه چې د رسنیو له همکارۍ پرته د ولایت د کړنو او لاسته راوړنو درست انعکاس ممکن نه دی، چې د رسنیو استازي باید د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو ته په درناوي په دغو برخو کې له ولایتي ادارې سره خپله همېشنۍ همکارۍ جاري وساتي)).
د ولایت مرستیال زیاته کړه دوی ژمن دي چې معلوماتو ته د لاس رسي د قانون په رڼا کې پر وخت کره او بشپړ معلومات د رسنیو او ژورنالېستانو په واک کې ورکړي، خو له ژورنالېستانو یې هم وغوښتل چې د اخلاقي کوډونو او د هېواد د ملي ګټو او ارزښتونو په پام کې نیول سره د داسې معلوماتو او څرګندونو له خپرولو په کلکه ډډه وکړي چې دغو پولو ته زیان رسوي او د ټولنې د وګړو د تشویش او اندېښنې سبب ګرځي.
وروسته په وار سره د کمېټې غړو هر یو د ملي امنیت د کورنيو او بهرنيو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالۍ رئیس غلام رسول خپلواک، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان، د ولایت ویاند سرحدي ځواک، د لومړۍ پلې لوا د مطبوعاتو امر ډګرمن عبدالواحد، د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر شفیع الله او د ژورنالېستانو دخپلواکې ټولنې مشر شاولي نیازي د اجندا په اړوند موضوعاتو بحث او خبرې اترې.
د ولایت ویاند سرحدي ځواک او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان په دې ناسته کې د رسنیو له استازو او ځوانانو وغوښتل چې د هېواد روانو حالاتو ته په کتو د افغانانو یووالي، سولې او یو موټی والي ته ډېره اړتیا لیدل کېږي او هر هغه څوک چې د قوم، ژبې او سمت په نومونو د نفاق اور ته لمن وهي او یا هم د نظام د بې ثباتۍ او کمزورۍ لپاره کار کوي باید د هېوادنۍ مینې او د دې مظلوم ولس په خاطر د دغو ازمایل شویو تجربو له تکرار څخه لاس واخلي او په دې هڅه کې شي چې څنګه له روان ناورین او مصیبت نه دا ولس را ایستلی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته