سیاست

چين له پاکستان څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د سولې لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي

-کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤

په افغانستان کې د چين سفير دنګ شي جونګ د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې وويل: چين له پاکستان څخه يې غوښتي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې صادقانه هلې ځلې وکړي.

د باختر آژانس د خبرله مخې:

د چين سفير په دې کتنه کې زياته کړه چې هيواد يې د افغانستان د دفاعي ځواکونو د سمبالولو په باب په خپلې ژمنې ولاړ دى او په دغه هيوادکې د سولې او ثبات د ټينګښت په لاره کې د افغانستان د دولت د پاليسو او نوښتونو ملاتړ کوي. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په افغانستان کې په بېلابېلو برخوکې د چين د مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې د چين جمهوريت له خپل سيمه ييز نفوذ څخه په استفادې سره کولاى شي چې د افغانستان ځينې ګاونډيان په دغه هيواد کې د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې وهڅوي.

د ملي امنيت سلاکار زياته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ټولو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو او د متقابل درناوي غوښتنه کوي او له ګاونډيانوڅخه هيله لري چې له افغانستان سره خپلې اړيکې د همدې اصل پر بنسټ تنظيمې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته