امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان دملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٩
نهه تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دغه عمليات د غزني ولايت دواغظ ،دنيمروز ولايت د دلارام په ولسواليو او دفارياب ولايت په مرکز ميمنې ښارکې ترسره شول چې په بهير کې يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،پنځه تنه ټپيان او يو تن يې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شو.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې،د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې، دملي اردو درې تنه سرتيرې شهيدان شول دغه سرتيرې په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو او د تروريستانو دځپلو او شړلو په خاطر مبارزه کوله په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت ددغو سرتيرو شهادت تاييدوي خو د پيښې سيمه نه مشخصوى. دغه وزارت وايي دغه سرتيرې په داسې حال کې شهيدان شول چې دملي اردو ځواکونو دوسايطو ضد ٣٢ ماينونه دهيواد په بيلابيلو سيمو کې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته