امنیت

په غزني کې یوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

غزني باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : یوولس تنه ډار اچوونکی پرون په غزني ولايت کې ووژل شول . د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل د باختر آژانس خبریال ته وویل چی دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولایت دخواجه عمري، قره باغ، مقر، اندړو او زنه خان ولسوالیو په مرکز او مربوطاتوکی یې د افغان پوځیانو په پوستو بریدونه وکړل . ده زیاته کړه چې په دغه برید کې څو تنه نور ډار اچوونکي ټپیان شول . ده زیاته کړه چی په دې پیښه کې یو تن ملي پولیس شهید او درې تنه نور یې ټپیان شول. پاى_شکریه خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته