ورزش

دکوثر ، خاور او ارين ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
په کابل کې  دساحلي فوټبال انتخاباتي سياليو نن سهار په دريو لوبو سره دوام وموند .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضي دانش باختراژانس ته وويل، په لومړي لوبه کې دکوثر ټيم دپنځو په وړاندې په اتو سره دسنايي ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دقادر ټيم ددوو په مقابل کې  په اتو سره  دستاره ازادي پر ټيم بريالى شو اوپه وروستۍ لوبه کې دارين ټيم ديوې په وړاندې  په دوو سره دميوند ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دساحلي دفوببال منتخبه ټيم ته دغوره څيرو دپيژندلو په مقصد دشپاړسو ټيمونو ترمنځ په کابل کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته