امنیت

دبلخ دمخابرې له ښوونځي څخه داردو ٢٧ تنه منسوبين فارغ شول .

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
په بلخ  ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمخابرې له ښوونځي څخه دملي اردو ٢٧ تنه منسوبين فارغ شول .
  د٢٠٩ شاهين قول اردو دمخابرې  دښوونځي قوماندان ډګروال شاه  علم کريمي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغوکسانو په دريو مياشتو کې دارتباطاتو په برخو زده کړې کړي دي .
  څه موده مخکې  هم  ديرش تنه ځوان افسران  له زده کړې وروسته  له دغه ښوونځي څخه فارغ شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته