ټولنه

دجوماتونو ملا امامانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې دحج دفضيلت او دځانمرګو بريدونو او چاودنو دمحکوميت په باب خبرې وکړې .

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
دجوماتونو ملا امامانو او دتکيه خانو واعظانو نن دجمعې  دلمانځه له اداکولو مخکې دځانمرګو بريدونو او چاودنو په غندلو سره چې دمليشه طالبانو له خوا ترسره کيږي وويل:  دځانمرګو بريدونو او دچاودنو دعاملينو او سازمان ورکوونکو  ځاى دتل لپاره  ددوزخ  مقر دى او له الهي  رحمت څخه بيخې بې برخې دي 
واعظانو  او ملا امامانو  له خلکو څخه وغوښتل چې دامنيتي ځواکونو په ملاتړ په هرې وسيلې سره چې کولاى شي  هلې ځلې وکړي او په دې لاره کې خپل مسووليت او رسالت اداکړي  او واعظانو  دغه راز دبيت الله شريف دحج فضيلتونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې بډاي کسان دې دبيت الله شريف دحج دفريضې  داداکولو تر څنګ له اړوکسانو سره مرستې اوهمکارۍ ته هم جدي پاملرنه وکړي .
دهيواد دمرکز او ولايتونو له جامع جوماتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې ددين عالمانو دغه رازدلمانځه او دقران عظيم الشان دتلاوت دفضيلت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې لمونځ لوى خداى( ج)  ته د رسيدو ډيره ستره وسيله ده اولمونځ  انسانان له تيروتنو اوګناهونو څخه لرې ساتي .
دوى څرګنده کړه چې ټول ناروا عملونه او منکرات له ناپوهۍ او جهل څخه سرچينه اخلي او په همدې دليل داسلام مبين دين هر مسلمان ته دعلم په زده کړې ټينګار کړى دى .  دجوماتونو ملا امامانو زياته کړه ښه انسانان هغه کسان دي چې خير يې نورو ته ورسيږي . او له بد رد له ويلو اودناروا عملونو او منکراتو څخه چې داسلام دمبين دين دارزښتونو او اصولو پرخلاف دي، ډډه وکړي .
دغه راز ديني عالمانو ددولت له مخالفينو څخه وغوښتل چې دجګړې ،ورور وژنې ، وينې تويولو او دبيګناه  اوبې دفاع خلکو په وړاندې له هر راز تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي او دلوى خداى ( ج )  او اسلام دمبين دين امر چې هماغه سوله ، پخلاينه ، ورورولى او اخوت دى ، پرځاى کړي .
ديني عالمانو له سوداګرو ، پانګوالو او له بدايو کسانو څخه هم وغوښتل چې له بې وزلو او اړو کورنيو او دپيښو له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته او همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته