امنیت

په ننګرهارکې د پوځي عملياتو له امله د داعش د ډلې کمښت

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٩:
د دولت څه دپاسه دوه زره تنه وسله وال مخالفين په ١٣٩٤ کال کې په ننګرهار ولايت کې وژل شوي دي. دغه وسله وال مخالفين د٣١٩ محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي؛ وژل شوي دي چې زياتره يې دداعش دډلې  غړي دي.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼى د باختر آژانس خبريال ته وويل: د  ١٣٩٤ کال په پيل کې د داعش د ډلې له خوا د ننګرهار ولايت  د نيولو په باب آوازې موجودې وې؛ خو له نيکه مرغه دغه آوازې په حقيقت بدلې نه شوې؛ بلکې  په ننګرهار ولايت کې د داعش د ډلې زياتره مشران او غړي له منځه لاړل.
د اچين ولسوال حاجي محمدغالب وايي چې د داعش د ډلې غړي له دريو زرو تنو څخه سلو تنو ته راټيټ شوي دي او اوس د له منځه وړلو په حال کې دي.
غالب زياته کړه: زياتره دغه عمليات د کوټ، روداتو، هسکې مينې، اچين، غني خيلو، دُر بابا او د شيرزادو په ولسواليوکې ترسره شوي چې د٢٠١ سيلاب قول  اردو، سرحدي پوليسو، ملي پوليسو، عامه نظم او د ملي امنيت ځواکونه  د دښمنانو په وړاندې په ميړانې سره جنګيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته