امنیت

صديق صديقي : دغورماچ ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه استول شوي دي .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دکورنيو چارو وزارت  وياند  صديق صديقي  نن په يوه خبري غونډه کې  دفارياب ولايت  دغورماچ ولسوالۍ  دبيرته نيولو  دعملياتو دپيل  او په يوشمير نورو  ولايتونوکې  ديولړ چاڼيزو عملياتو  ددوام خبر ورکړ .
  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  دکورنيو چارو وزارت  وياند  په دې خبري غونډه کې په دې بيان سره  چې دملي پوليسو  ځواکونه   دهيواد  له نورو  امنيتي ځواکونوسره  همغږي کې په څو ولايتونوکې  د ډار اچوونکو  ضد عملياتو کې  په ترسره کولو  بوخت دي وويل  چې کومکي ځواکونه  د فارياب ولايت دغورماچ  ولسوالۍ ته استول شوي دي  او دغه ولسوالۍ به  په ډير لنډ ممکن وخت کې د ډار اچوونکو له منګولو څخه  خلاصه شي .
  دکورنيو چارو وزارت  وياند په همدې حال کې  د کندز  ، غزني ، هلمند او دهرات   دولايتونو  په ځينو ولسواليو کې  دچاڼيزو عملياتو  دترسره کولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دملي پوليسو  ځواکونه  دهيواد  له نورو  امنيتي ځواکونوسره په همکارۍ کې   د ډار اچوونکو له شتون څخه ددغو ولايتونو د ځينو سيمو دپاکولو په مقصد  دعملياتو  په ترسره کولو بوخت دي  او په دې لاره کې  په پياوړې  ارادې  او هوډ سره  جنګيږي   او ددښمن  بريدونه  شنډ  او په شا تمبوي .
  صديقي زياته کړه چې دکندز ښار امنيت  دعادي کيدو  په حال کې دى او دملي پوليسو  ځواکونه د چار درې  ، امام صاحب  او ددشت ارچي  په ولسواليو کې  چاڼيزو عملياتو ته دوام ورکوي  چې ددغو سيمو امنيت هم په ډاډمنه  توګه تامين شي  او دخلکو دارام ژوندانه  زمينه برابره شي .
  ده دغه راز  دهلمند په نښتو کې  دښمن ته  دسر  ددرندو زيانونو اوښتو ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې دموسى کلا ، نوزاد  او دناد علي دولسواليو  په مربوطاتو کې  دملي پوليسو له ځواکونوسره په نښته کې  اوه ويشت تنه  ډار اچوونکي وژل شوي  او په دغو ولسواليو کې چاڼيز عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته