کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونو ليليه پرانستل شوه .
دغه ليليه په دوو پوړونو کې د ښار جوړولو وزارت له خوا د ١٧ مليونو سلو زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده . چې په يو وخت کې د درې سوه محصلانو ظرفيت لري .
د ليليې ودانۍ له ټولو وسايلو سره يې د خوب دېرش خونې، د مطالعې لپاره ځاى، او د اړتياوړ نور وسايل لري .
د ننګرهار ولايت سرپرست تميم عارف مومند باختراژانس ته وويل چې ددغې ليليې په پرانستلو سره د ننګرهار له لرو پرتو سيمواو دغه راز د نورو ولايتونو د سلګونو محصلانو ستونزې چې د ننګرهار په پوهنتو ن کې زده کړه کوي او د استوګنې ځاى نه لري ، حل شوه .
د لوړو زده کړو وزير عبدالتواب بالاکرزى ددغې ليليې د پرانستلو په مراسمو کې وويل چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې د ودانيو په جوړولو او د لارښودو په تطبيقولوسره په افغانستان کې د زده کړې د کچې په لوړولو کې اغيزمن ګامونه واخلي .
ختم _ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل