(PS)خبرونه(PS)روغتیا

په بغلان کې دوه درملتونونه مهر لاک شول

کابل، د وږي ۱۵ مه، باختر

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یې دوه درملتونونه له دې امله مهر لاک کړي چې له روغتیايي قانون څخه یې سرغړونه کوله او د عامې روغتیا ریاست سپارښتنې یې په پام کې نه نیولې.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالله ملنګ وايي، چې د دغه ریاست  روغتیايي قوانینو د پلې کولو څخه د څارنې عمومي مدیریت له پلان سره سم د دوايي چارو او صحت محیطي مدیریتونو په پلخمري کې له شپږ درملتونو څخه څارنه کړې چې په پایله کې یې د نوي هوفیان او نوید په نوم دوه درملتونونه مهر لاک کړل.

ملنګ زیاته کړه چې یادو درملتونونو حفظ الصحه په پام کې نه نیوله، د بېړنۍ برخې المارۍ یې په درملتون کې شتون نه درلوده، د فعالیت پر مهال یې فارمسست  سپینه چپن نه اغوستله، د درملو د ساتلو لپاره یې یخچال نه درلوده، ، ۲۴ ساعته نوکریوالي یې نه کوله، د آی پي شرایط یې په پام کې نه نیول، زرقیات یې په دننه درملتون کې اجرا کول، له راجستر شویو شرکتونو یې درمل نه پېرل او په درملتونونو کې یې تاریخ تېره درمل شتون درلوده او له همدې امله مهر لاک شول.

د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو په وینا له درملتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو څخه په دوامداره ډول نظارت ترسره کوي او هغه درملتونونه تړي چې روغتیايي اصول نه مراعاتوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا