امنیت

په فراه کې د پولیسو سرتېري وستایل شول

 کابل/ د لړم ١٦مه/ باختر
په فراه کې د پولیسو اته سرتېري چې د ډار اچوونکو پر وړاندې يې د جګړې په لومړۍ کرښه کې اتلولي ښودلې وه؛ وستایل شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل: د پولیسو د دغو اتلو منسوبينو د ستاینې په مراسموکې د فراه امنیه قوماندان جنرال فضل احمد سروري د دښمن او د هېواد د دفاع په وړاندې د هغوى کار سخت وباله او ويې ويل چې دغه سرتېري د د ښمن پر وړاندې په مېړانې سره ودرېدل او د فراه د اوسېدونکو د سر او مال دفاع يې وکړه.
هغه د ډار اچوونکو په ځپلوکې د پوليسو او د نورو امنیتي بنسټونو د منسوبينو د هڅو غوښتنه وکړه.
دغه سرتېري هم ژمنه وکړه چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره به هلې ځلې وکړي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته