سیاست

د جمهورريیس پیغام

کابل / د وري ۲٨ مه / باختر
د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیرو، اقداماتو او له هغه څخه له رامنځته کېدونکو ګواښونو سره د مبارزې په اړه د جمهورريیس غني پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو وطنوالو، ګرانو خویند او وروڼو!
له بده مرغه موږ د کرونا په نامه له یوې داسې وبا سره مخ یوو چې ټولې نړۍ حتى پرمختللو هېوادونو ته یو جدي ګواښ دی او د نړۍ دولتونه یې له هغې سره په مبارزه کې له لویو چلنجونو سره مخ کړي دي.
د افغانستان حکومت مشرتابه دغه وبا له اولې ورځې جدي ګڼلې وه او د دې وبا د پرمختګ منحني سیر او تکامل ته متوجه و.
موږ په افغانستان کې حتى د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې له ثبت مخکې دا وبا جدي ګڼلې وه او په هره مرحله کې مو مخکې له مخکې لازم پلانونه درلودل او عملي اقدامات مو کړي دي.
له دغې منحني څخه مې هدف دا دی چې په اول پړاو کې ولس په ‌دې قانع شي چې د وبا خپرېدل جدي او حقیقي دی.
همدارنګه مو هڅه دا وه چې د هېواد مختلفو ولایتونو، ښارونو او ولسوالیو ته د کرونا ناروغۍ پراختیا تعقیب او پیش بیني کړو. د اوس لپاره همداسې یوې مرحله کې قرار لرو.
زموږ له نظره د دغې منحني د جهت راتلونکي پړاوونه به دا وي چې د ناروغۍ د خپرېدو اعظمي او نهايي ټکی چې د فلاکت نقطه ورته ویل کېږي، ارزیابي او پیش بیني کړو او لازم چمتووالی ورته ولرو.
د فلاکت یا نهايي نقطې وروسته د پېښو د کموالي مرحله ده او په دې مرحله کې به هڅه کوو له وبا څخه راپیدا شوي زیانونه جبران کړو، اړو خلکو ته دوامداره مرستې ورسوو او په پای کې په بېلابېلو برخو کې د بیا احیا کارونه ترسره کړو.
هموطنان عزیز!
خواهران و برادران!
به نمایندگی از دولت جمهوری اسلامی افغانستان به هموطنان شریف خود اطمینان می ‌دهم که در این شرایط سخت، رهبری حکومت همه روزه با تمام سکتورها تماس‌های دوامدار دارد.
طی این تماس ها نه تنها اینکه رهبری حکومت بخاطر وقایه از وبای کرونا هدایات لازم می‌دهد بلکه در پهلوی هدایات؛ تمام ضروریات را برایشان ارسال می دارد و امکانات را فراهم می نماید تا این ویروس را کنترول نموده و علیه آن بگونه درست مبارزه صورت گیرد.
ما سر از فردا با جامعه جهانی خصوصاً با سازمان‌های کمک کننده بین‌المللی بحثی را آغاز می نمائیم که چگونه میتوانیم تعهدات قبلی مالی این نهادها و کشورها را در مسیر مبارزه علیه کرونا تعدیل کنیم.
در این مورد در جلسات مختلف رهبری دولت بحث صورت گرفته و یک طرح منطقی را آماده نموده‌ایم که ان شاالله و تعالی فردا در جلسه کابینه جمهوری اسلامی افغانستان بالای این طرح بحث صورت خواهد گرفت و بعداً تصویب می شود.
مخاطبین سخنان امروزی من تمام کارمندان صحی نهادهای دولتی و غیر دولتی اعم از داکتران، پرستاران، پرسونل صحی تمام شفاخانه ها و کلینیک ها، فارمسست ها، آشپزان و خدمه شفاخانه‌ها می باشند.
شما در جنگ علیه دشمن نامرئی کرونا در خط مقدم قرار دارید و همه تان سربازان، جانبازان و قهرمانان این جنگ هستید. من و تمام ملت افغانستان بالای شما افتخار می‌کنیم. از تک تک شما تشکر، از خانواده‌های محترم تان تشکر که شما را به این جنگ فرستاده اند و به همه شما صحت و پیروزی میخواهم.
برای مصوونیت و امتیازات هر چه بیشتر پرسونل طبی و همکاران شان در جلسات فوق العاده کابینه جمهوری اسلامی افغانستان طرز العمل‌ها و لوایح به تصویب رسیده، که طبق آن ادارات و وزارت خانه‌های مربوطه برایشان به طور عاجل رسیدگی می‌کند.
ګرانو وطنوالو!
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس به په ټول هېواد کې د تجرید مراکز جوړېږي چې په کرونا ويروس اخته او مشکوک کسان به د روغتیايي پرسونل د لارښوونې په اساس هلته ساتل کېږي.
تجرید او قرنطین اوس یو نړیوال نورم دی، د روغتیا نړیوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت د متختصصینو لارښوونې دا دي چې که غواړو د یوې لویې غمیزې مخنیوی وکړو، باید په کورونو کې پاتې شوو، له هر رنګ تجمعاتو او بېځایه تګ راتګ څخه ډډه وکړو.
له ټولو وطنوالو هیله لرم چې د روغتیا وزارت خبرتیاوې په جدي توګه رعایت کړي.
د تجرید او په ښارونو کې د ګرځبندیز له کبله زموږ ډېر شمېر هېوادوال بېکاره شوي دي، چې دوی ته د رسیدګۍ لپاره د مرکز په کچه د ملي انکشاف شرکت له‌ خوا د کارموندنې پروسه تېره اوونۍ پيل شوې ده.
د کارونو د ایجاد دا لړۍ به په مرکز او ولایتونو کې په تدریجي توګه زیاتېږي، د دغه کارونو روغتیايي شرایط به داسې وي چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په کاري ساحه کې ټول تدابیر نیول شوي وي.
درنو هېوادوالو!
خوشبختانه موږ افغانان له یو بل سره د مرستې او لاسنیوي بډایه فرهنګ لرو، لکه څنګه چې مو پخوا په سختو شرایطو کې یو بل ته لاس ورکړی دی، موږ ټول په کور کلي او کوڅه کې پوهېږو چې څوک او کومه کورنۍ مرستې ته اړتیا لري او تل مو له ناداره ګاونډي سره له سخاوته کار اخیستی، هیله ده چې په دغه سختو شرایطو کې له اړو کورنیو سره یوه مړۍ ډوډۍ مرسته وکړئ.
خوشاله یم چې په ځینو ځایونو کې د مرستو نوښتونه پيل شوي، لکه په هرات کې د ولس له‌ خوا غذايي بانک ایجاد شوی او د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسونو تړه کړې ده چې د حکومت له مداخلې پرته به هم دوی خپلې سیمې کې له ناداره کورنیو سره خپله ډوډۍ نیمايي کوي. هیله لرم چې دغه نوښت د هېواد ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته وغځیږي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب لپاره امنیت شورا ته ځانګړې سپارښتنه شوې ده چې د وسله‌ والو ځواکونو په ټولو صفوفو کې د کرونا د مخنیوي په منظور لازم اقدامات وکړي چې له دوی څخه مننه کوم چې په وخت یې مخکې له مخکې اقدامات کړي دي.
د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي او په خاص ډول په سیمه کې ځینو هېوادونو په جنګ کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې له کرونا څخه زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره اوربند وکړي.
زه پر طالبانو غږ کوم چې د ملګرو ملتو سازمان، د سیمې هېوادونو، د افغانستان د خلکو او دولت دغه برحقه غږ ته مثبت ځواب ووايي او جنګ بس او اوربند وکړي.
زنده باد افغانستان
یشه سن افغانستان
تل دې وي افغانستان

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته