امنیت

په ازره کې دطالبانو بريدونه دامنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول

کابلباختر  دلړم د مياشتې ٢١  :
دلوګرولايت  په ارزې ولسوالۍ کې له دوو ورځو را په دې خوا دامنيتي  ځواکونو او طالبانو ترمنځ  نښته دوام لري ،
دازرې ولسوال قاضي حميد له باخترآژانس سره په تيلفوني اړيکه کې وويل :
دغه نښته  دوه ورځې مخکې هغه وخت پيل شوه چې دطالبانو  دسيمه ييزو پوليسو په پوستو بريد وکړ چې له امله يې يو سيمه ييز پوليس شهيد شو.
دازرې ولسوال زياته کړه :  په دې بريدونو کې سل تنه افغاني ، پاکستاني ، تاجکي  او چيچنيايي طالبانو ګډون کړى دى.
افغان امنيتي ځواکونو تراوسه پورې  دسرکي او عاشق دکليو دوه مهمې سيمې دطالبانوله شتون څخه پاکې   کړي دي او دښمن په دغو سيمو کې ماتې خوړلې ده او دره منګل   ، دره تنګ  او دداود خيلو په سيمو کې مقاومت کوي.
قاضي حميد وويل : دنښتې په بهيرکې ديو بهرني تبعه په ګډون څلور تنه طالبان ووژل شول   او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .
خبرځاى زياته کړه  سره له دې چې  څومياشتې مخکې  دسيمرغ په نامه عمليات  دامنيتي ځواکونو له خوا په دغې ولسوالۍ کې  په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل  خودغه ولسوالۍ بيا دطالبانو ترګواښ لاندې نيول شوې ده .
دازرې ولسوال له دولت څخه غواړې چې دطالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ
بشپړې پاکولو ته پاملرنه وکړي.
ويل کيږي  اوس هم په دغې ولسوالۍ کې  خورې ورې  نښتې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته