ټولنه

په بلخ کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

مزارشريف/ باختر دثور ٣١:
په بلخ  ولايت کې پرون د يوه ښوونحي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو .
د بلخ ولايت د پوهنې رييس احمد صبغت الله مستقيم د باختر آژانس خبريال ته وويل: د محمد صديق شهيد د ښوونځي  ودانۍ د آلمان هېواد له خوا د ٥٠٠ زرو امريکايي ډالروپه لګښت په لسو مياشتوکې په پاخه او اساسي ډول  جوړيږي.
ده زياته کړه چې دغه ښوونځى ديرش درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري او په جوړولو سره يې د څه ناڅه درې زرو زده کوونکو هلکانو او نجونو ستونزې لرې کيږي .
د بلخ ولايت د پوهنې رييس وويل: په دغه ولايت کې په سلوکې اتيا ښوونځي ودانۍ لري او په روان کال کې په سلوکې شل ښوونځي چې ودانۍ نه لري، د ودانۍ خاوندان  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته