نړۍ

د سعودي عربستان په جوماتونوکې د امنيتي تدبيرونو نيول

رياض- دفراس خبري آژانس – باختر د غبرګولي دمياشتې ٩
د عربستان د مذهبي چارو وزارت په جوماتونوکې د وروستيو چاودنو په تعقيب په ټولو جوماتونوکې امنيتي تدبيرونه نيولي دي .
دفارس د خبري آژانس د خبرله مخې:
د عربستان په ختيځ الدمام ښارکې د شيعه ګانو په يو جومات کې له پرونۍ چاودنې وروسته چې د دغه هيواد د قطيف ولايت د القديح ښار د شيعه ګانو په يو جومات کې له چاودنې څخه يوه اوونۍ وروسته رامنځته شوه، دعربستان دمذهبي چارو وزارت مرستيال توفيق السديري د هيواد په ټولو جوماتونوکې د نويو امنيتي تدبيرونو د نيولو خبر ورکړ.
ده د امنيتي دوربينونو او د ساتوونکو درول د دغو تدبيرونو له جملې وبلل او ويې ويل چې په دغه وزارت کې په همدې مقصد يوه کميټه جوړه شوې ده.
پرون غرمه د الدمام ښار د شيعه ګانو په جومات کې د يو ناکام ځانمرګى بريد له امله څو تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
د قطيف ولايت د القديح ښار د شيعه ګانو په جومات کې د تيرې اوونۍ د چاودنې له امله هم ٢٢ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته