امنیت

په هلمند کې د ماین د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول

لښکر ګاه باختر د زمري ۱۵ مه
د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په شمالان سیمه کې په یوه کورکې د ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او د څلورو مېرمنو په ګډون اووه تنه ماشومان  ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د باران په نامه د وسله والو طالبانو یوه قوماندان په خپل کور کې د ماین په جوړولو بوخت و خو ماین پرې وچاودید
سرچینه زیاتوي چې په دې چاودنه کې د طالبانو د قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او د څلورو مېرمنو په ګډون اووه تنه ماشومان په کې ټپيان شوي دي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته