
کابل باختر د وري لسمه :
ديوه جنايتکار بانډ درې تنه غړي دبغلان ولايت له امنيتي مامورانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه پرون ناوخته هغه وخت ونښته چې ديوه جنايکار بانډ غړي دپلخمري ښار په مربوطاتو کې په شوکمارى بوخت وو .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې ددغه جنايتکار بانډ درې تنه غړي ووژل شول او نور يې وتښتيدل .
ده وويل چې دغه بانډ دپلخمري ښار په مربوطاتو په تيره بيا د بغلان _ پلخمري په لويه لاره کې په غلا، شوکمارى ، وژنې ، انسان تښتونې او دنشه يي توکو په قاچاقو لاس پورې کاوه .
ختم_ عطاالله _ اکرم