امنیت

په سلوکې دري شپيته تنه امريکايان له طالبانو سره دامريکا دخبرو مخالف دي .

کابل باختر دچنګاښ  پنځه ويشتمه :
په سلو کې دري شپيته تنه امريکايان له طالبانو سره دامريکا دخبرو مخالف دي .
باختراژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ دهغو نويو نظر سنجونو له مخې چې ترسره شوي دي زياتره امريکائيان داوباما ددولت دبهرني سياست دڅرنګوالي له امله د نه خوښى  په ترڅ کې دنورو هيوادونو په قضيو کې د خپل هيواد دپوځي لاسوهنې مخالف دي .
په دغو نظر سنجونو کې افغانستان محور ګرځيدلى دى چې ښيي  په سلو کې  له پنځه څلويښتو څخه تر شپږو څلويښتو پورې امريکائيان دافغانستان په وړاندې د امريکا دکړنو ملاتړي دي او په سلو کې دري شپيته نور له طالبانو سره دسولې خبرې ردوي .
  دواشنګتن استدلال دادى چې ښايي له طالبانو سره خبرې په افغانستان دسولې د ټيګښت لپاره ډيره ښه لاره وي .
دامريکا خلکو دکورنيو موضوعګانو په برخو کې هم داوباما په مديريت نيوکې کړي دي لکه څنګه چې په سلو کې يواځې يو څلويښت يې دمهاجرت او داقتصادي نظام په ګډون دموضوعګانو په وړاندې دامريکا ددولت کړنې تاييدوي دامريکا خلک په داسې حال کې له طالبانو سره دخپل دولت دخبرو مخالف دي چې دامريکا دولت په دوحه کې دطالبانو ددفتر په جوړولو کې رول لري او دغه راز له طالبانو سره يې دخبرو څو پړاوته تير کړي دي په داسې حال کې چې دافغانستان دولت په دغو خبرو کې دافغانانو په مديريت باندې ټينګار کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته