امنیت

په لغمان کې ۲۴ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / باختر / د مرغومي د مياشتې ٢٧مه
د قهرسیلاب (۱) نمبر -۱۳ په نامه ګډ جګړه يیز او چاڼیز عملیات د۲۰۱ سیلاب قول اردو دلومړي پلي لوا په مشرۍ د نورو امنیتی ځواکونو په ګډون د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کی د امنیت د تامينولو، د ټولو تروریستی ډلو دځپلو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د زمینې د برابرولو په موخه د هوایي او توپچي قواوو په ملاتړ په روانې مياشتې په ٢٣مه پیل شوي و چی له امله يې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یی ټپیان شوي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ته ليکلي دي:
دغه راز د دغو عملیاتو پرمهال د دغه ولایت د علیشنګ ولسوالۍ ۲۰ لوی او واړه کلي د وسله والو طالبانو او تروریستی ډلو له شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي چی د تصفیې او تلاشۍ پرمهال ۱ تن شکمن نيول شوى او يوه کره بین ټوپک، د کلاشینکوف۶۰ ګولۍ او۱۴کیلوګرامه نشه يي توکي د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
دغه عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل او په ترڅ کې يې ملي دفاعي امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته