ټولنه

د اوبو لګولو د سيستم د بنسټيزو ظرفيتونو د ښه والي او پياوړتيا له لارې د کرنيزو توليداتو د ودې پروژه پرانستل شوه

کابل باختر دليندى  اته ويشتمه :
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اوبو د پروګرامونو د اغيزمن مديريت، کنترول او تنظيم په مقصد د کرنې او اوبو لګولو وزارت له هغو څخه د مناسبې استفادې او په ټوليزه توګه د اوبو او اوبو لګولو د مديريت په موخه د اوبو لګولو نوې پروژه پرانيزي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وياند باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اوبو لګولو د سيستم د بنسټيزو بنسټونو د ښه والي او پياوړتيا له لارې د کرنيزو توليداتو د ودې پروژو، په مستقيم ډول په هېوادکې د اوبو لګولو د مديريت ښه والى تر هدف لاندې نيسي او د کندز، تخار او بغلان په ولايتونوکې د شولو د خړوبولو د سيستم د احيا کولو لپاره فعاليت کوي او د دې ترڅنګ له هر راز  ويروس پرته د پټاټو د تخم د توليد ظرفيت  هم د باميانو او بدخشان په ولايتونوکې تر اغيزې لاندې نيسي .
د دغې پروژې لګښت د13.52 مليونو امريکايي ډالرو معادل 1.487 مليونو جاپاني  ينو ته رسيږي چې په افغانستان کې د جاپان د سفارت له خوا تمويليږي .
له دغې پروژې څخه په مستقيم ډول ٩ زره بزګرې کورنۍ د شولو د حاصلاتو د زياتوالي له لارې او څه دپاسه ٢٠٠ زره ٢٢٠ کورنۍ په اوږد مهال کې په ولايتونوکې د پټاټو د توليد د زياتوالي له لارې تر پوښښ لاندې نيسي .
په ټوليزه توګه ١٢٠ زره تنه دولتي مقامات د روغتيايي سلامتيا د خدمتونو د لارو چارو په باب زده کړه کوي او د کرنې لس تنه کارکوونکي له ويروس پرته دپټاټو د تخم دتوليد په باب بلدتيا ترلاسه  کوي .
په افغانستان کې د اوبو لګولو پراختيا د کرنيزو حاصلاتو او عوايدو د پراختيا او په ټوليزه توګه د خلکو د ژوندانه د پراختيا او د هېواد ملي اقتصاد د ودې په موخه کليدي لومړيتوبونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته