اقتصاد

دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند لطف الله راشد : په هېواد کې دغنمو دمحصولاتو دودې پنځه کلن پروګرام دتطبيق په حال کې دى .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې داوبو رسولو دبيا جوړولو پروګرام  د ٢٠٠  شبکې تر لاس لاندې نيولي دي او دغنمو دمحصولاتو د ودې پنځه کلن  پروګرام دتطبيق په حال کې دى
دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت وياند چې په دې لاره کې دهېواد دخودکفايي  او ددغه وزارت اقداماتو په اړوند دباختراژانس خبريال سره خبرې کولې زياته کړه داوبورسولو  د دوه سوه شبکو کار ترلاس لاندې دى .
ده دغه راز وويل چې دغنمو دمحصولاتو وده دتطبيق په حال کې ده ددغه پنځه کلن پلان له مخې په هغه صورت کې چې دتوليد په عواملو لکه اصلاح شوي تخمونه  ، کيمياوي سره  ، له  اوبو څخه اغيزمنه استفاده او نورو اړتياوو ته  پاملرنه وشي . په افغانستان کې دغنمو دتوليد انډول زياتيږي  .
دده دڅرګندونو له مخې اوس ددغو پروګرامونو دعملي کولو لپاره هرکال ، کيمياوي سرې او اصلاح شوي تخمونه کروند ګروته ويشل کيږي  خو دغه فعاليت دامکاناتو په محدوده کې ده .
ده وويل چې تيرکال شل زره ټنه سره اولس زره ټنه اصلاح شوي تخمونه په کروند ګرو باندې وويشل شول .
په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې دکروند ګرو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ديو شان ويشلو لپاره په کال کې دغنمو په برخه کې له ٥٠ تر ٦٠متريک  ټنه اصلاح شوي تخمونه او کابو ٣٠٠  زره ټنه کيمياوي  سرې ته اړتيا ده .
سږ کال داصلاح  شويو غنمو  او کيمياوي سرې لپاره  ٢٧ مليونه افغانۍ دماليې وزارت ته پيشنهاد شوى دى خو له دغو پيسو څخه يوازې اووه مليونه افغانۍ په واک کې ورکړ شوي دي چې په دې ترتيب ممکن  په سلوکې اويا پروګرام تطبيق شي
  راشد زياته کړه موږ ددې تر څنګ دزراغتي اوبو دبرابرولو لپاره او له اوبو څخه داغيزمنې استفادې لپاره  مشخص پروګرامونه او پلانونه اجرا کيږي .
تيرکال په عصري ډول  داوبو لګولو ١٦٠ شبکې ورغولې  شوې چې دهغه په بشپړيدو  سره په سلو کې څلويښت  داوبو دضايعاتو مخه نيول کيږي اوسږ کال هم داوبو لګولو د ٢٠٠  شبکو دبيا جوړولو پلان  ترلاس لاندې دى .
دغنمو توليدته دافغانستان اړتياشپږ مليونه متريک ټنه اټګل شوى  دى چې څه دپاسه ٤٠٥٦٥ متريک ټنه غنم په تيرکال کې توليدشو چې ديوه کال په پرتله څه دپاسه  درې فيصده  زياتوالي ښيي .
ځکه هرکال دتوليد انډول يوشان نه دى او دبيلابيلو عواملو له پلوه دغنمو حاصلات بدلون مومي  له دې امله دقيق  ارقام شتون نه لري خو اټګل کيږي چې په کال کې  ١،٢ تر١،٤ مليونو متريکو ټنو غنمو اړتياشته چې له بهر څخه هېواد ته وراديږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته