اقتصاد

درې سوه تنو ته دکار زمينه برابره شوه .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
په بغلان ولايت کې څه دپاسه درې سوه تنوته دکار زمينه برابره شوه .
دغو کسانو ته دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست له خوا دنړى دخوړولو دپروګرام په همکارۍ دخوړو په بدل کې دپروګرام څخه په استفادې سره دکار زمينه برابره شوې ده .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست سرپرست محمد آصف عظيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: له دغې پروژې څخه په استفادې سره دويالو د پاکولو او دفرحت په غونډى چې په پلخمرى ښار کې يواځنى تفريح ځاى دى دنيالګيو دايښودلو لپاره دځمکې کيندنې پرمخ وړل کيږي.
ده زياته کړه : په دې بروژه کې چې پنځه کاله به دوام وکړي درې سوه اويا تنو ته دکار زمينه برابره شوې ده چې هر يوه ته په مياشت کې دوه سوو پنځوس کيلوګرامه اوړه ،پنځه کيلو غوړي،اووه کيلو دال نخود،او دوه کيلومالګه ورکول کيږي.
دبغلان ولايت دچاپيريال ساتنې د ادارې رييس نور الله اميني ددغې پروژې دجوړيدو د هرکلى په ترڅ کې ددغه تفريح ځاى دبيارغاونۍ او د پنځوسو زرو ډولي نيالګيو دخبرو بولو په لاره کې ددغې پروژې رول مهم وباله.
ديادونې وړ ده چې دفرحت غونډې اته کاله مخکې د اويا زرو نيالګيو په ايښودلو سره جوړ شو چې له بده مرغه د اړوندو منسوبينو د بې پروايي له امله څه دپاسه سل زره نيالګي يې وچ او له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته