کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
د هېواد د جنوب زون په مربوطاتوکې پرون د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د روزګان ولايت د خاص روزګان او د زابل ولايت د شهر صفا د ولسواليو په مربوطاتوکې د شفق په چوکاټ کې د غالب د محاربوي عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او په واټ کې د وسايطو ضد دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
2 د یوې دقیقې څخه لږ