روغتیا

دولادي او نسايي ډاکترانو دټولنې اتمه کنګره جوړه شوه .

کابل باختر د وري نهمه :
دافغانستان دولادي او نسايي ډاکترانو دټولنې اتمه کنګره نن په کابل کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په دې کنګره کې  ددې تر څنګ چې دولادي او نساسي ډاکترانو برياليتوبونه او ددوى دلار ې پرسر  پراته خنډونه  وڅيړل شول په دې اړوند چې هره مور په خپل وخت په ډير لوړ کيفيت سره دمحترمانه روغتيايي  څارنو حق لري او دزيږون په وخت کې دميندو اوماشومانو دمړينې دکچې دکمښت د لارو چارو دموندلو په باب خبرې وشوې .
  ددغې کنګرې په بهير کې  دعامې روغتيا وزارت معينې ډاکترې ناجيې طارق دافغانستان دولادي او نسايي ډاکترانو له ټولنې سره ددغه وزارت همکاري  څرګنده کړه او ددغې ټولنې دکړو وړو په لازيات ښه والي باندې يې ټينګار وکړ .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي   خبرې وکړې  او دولادي او نسايي ډاکترانو له ټولنې څخه په قدردانۍ سره يې ددغو ډاکترانو داتمې کنګرې جوړول يې د ډاکترانو ترمنځ دپيوستون دپيداکولو ، دهغوى د برياليتوبونو او چلنجونو په څيړنه او دهغوى دکاري حالت او مصوونيت دښه والي  لپاره دلارو چارو په موندلو کې ارزښتناک ګام وباله .
دې زياته کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تيره بيا ددغه وزارت دخپرونو دچارو معينيت دولادي او نسايي ډاکترانو له ټولنې سره  دهکاري لپاره تيارى اعلاموي .
مصطفوي  څرګنده کړه چې له بده مرغه  دتبليغاتو موضوع ته کمه پاملرنه کيږي  که چيرې موږ دهېواد په کچه دټلويزيون ، راډيو او دچاپي رسنيو دارتباطي پيغامونو له لارې روغتيايي زده کړې ولرو ډير کم خطرونه به زموږ  دهېواد ميندې او ماشومان وګواښوي او په خبررسولو کې درسنيو په لور بايد سترګې پټې نه شي .
مصطفوي  زياته کړه چې دولت دې بايد هم دولايتونو په کچه زموږ دنسايي او ولادي ډاکترانو او قابلو دملاتړ لپاره دسيمه ئيزو امتيازونو په لاره کې خپلې جدي ژمنې ولري چې هغوى دې ته وهڅول شي چې دهېواد لرې پرتو سيمو ته لاړ شي .
  ده زياته کړه چې نن دافغانستان  دښځو لپاره دملي کاري پلان  په تطبيق  کې ډيره بريالى برخه ، دروغتيا برخه ده او هغه شاخصونه چې دښځو دلس کلن پلان دروغتيا دبرخې لپاره جوړه شوي و له ټاکلې  نيټې څخه مخکې  بشپړ شول .
خو له بده مرغه  موږ  لاتراوسه پورې هم دميندو دمړينې ډير لوړ شمير او په افغانستان کې  دلرې پرتو سيمو او کليو په کچه زياتې ستونزې لرو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته