سیاست

په غور کې دوه زره تنه داوطلبان په آزموينه کې دګډون لپاره تيارى نيسي

_کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په غور ولايت کې  په دولتي ادارو  او د ښوونکو په بستونو کې د استخدام لپاره څه ناڅه دوه زره تنه داوطلبان ډله يېزې آزموينې ته چمتوالى نيسي .
د غور د ولايتي شورا غړي عبدالحميد ناطقي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛      د دغه ولايت په ښوونځيو کې د ښوونکو او د دولتي ادارو په بستونو کې  د دوه   زره تنو داوطلبانو   د نوم ليکنې بهير بشپړ شوى دى.
ناطقي زياته کړه چې د دغو برخه والو له جملې څخه به  څه ناڅه څلور سوه تنه يې  په ښوونځيو کې دښوونکو  او د دولتي ادارو په تشو بستونو کې استخدام شي.
په همدي حال کې   د غور ولايت مسوولين ډاډ ورکوي چې دغه آزموينه به په شفاف ډول ترسره شي .
د غور د والي وياند په دي باب وويل  چې دغه آزموينه به دپنجشنبې په ورځ واخيستل شي اود دغې آزموينې د څارنې  لپاره به يو هيئت له کابل  څخه هم  ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته