اقتصاد

دموظف هيئت له خوا داسلام قلعه بندر په ترانسپورت کې دبې نظمۍ دادعا دڅيړنې پيل .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
  داسلام قلعه بندر په ترانسپورت کې دبې نظمۍ له پلوه د سوداګرو دشکايتونو دڅيړنې په موخه يو هيئت دهرات ښار ته ورسيد .
دغه هيئت دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره په کتنه کې  اعلام وکړ په پام کې لري چې دخپلې استوګنې په بهير کې  دترانسپورت  په برخه کې دخصوصي  سکتور شکايتونه او ستونزې په اساسي ډول وڅيړي .
دهرات والي محمد اصف رحيمي دهيئت دسفر په هرکلى سره اقتصادي فعاليتونو ته  دمناسبو شرايطو او چلنجونو سره دمبارزې په کار کې د مسوولينو د قوې ارادې  شتون دخوشحالۍ سبب وباله او د بيلابيلو برخو رييسانو ته يې لارښوونه وکړه چې له هيئت سره دې همکاري او مرسته وکړي .
  ددغه هيئت په ترکيب  کې دجمهوري رياست دملي امنيت دلوى رياست لوي څارنوالي دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له اداري فساد سره دمبارزې دادارې او دسوداګرۍ دخونو استازي شامل دي .
هيئت موظف  دى چې په اسلام قلعه بندر کې دغير قانوني اجرااتو په باب دشکايتونو ټولې ادعاګانې په تيره بيا دموټر لرونکو شکايتونه په هراړخيزه توګه وڅيړي او دنتيجو په باب يې  دجمهوري رياست عالي مقام ته رپوټ وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته