اقتصاد

په بغلان کې دکرنې او بڼوالۍ ګټور پروګرامونه عملي کيږي

کابل باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
د بغلان ولايت  دکرنې او اوبولګولو  رئيس وايي په  روان کال کې به  په دغه ولايت کې ګټورې کرنيزې پروژې عملي  شي.
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو  رئيس عبدالوهاب خيرزاده دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل ؛ تيرکال په  دغه ولايت کې دکرنې د  ودې په برخه کې  په لسګونو پروژې  تطبيقي شوي  دي اوپه نوي کال کې هم په پام کې  ده  چې داوبو لګولو ، دبوټو اوڅارويو دناروغۍ  د له منځه  وړولو ،  دملخانو دله منځه وړلو ،  دشاتو  دمچيو د ودې ، مصنوعي القاع  ،  په لسګونو ګټورې پروژې،  د بزګرانو دستونزو دحل په مقصد عملي کيږي.
خير زاده زياته کړه  تيرکال د اوبو شل بندونه او کانالونه  جوړشوي او په پنځه  سوه جريبه ځمکه کې بڼونه جوړ شوي چې په هغو کې درې زره شپږ سوه نيالګي     هم ايښودل شوي او څلورسوه ټنه  اصلاح شوي  دغنمو تخم  دکرلو په مقصد په بزګرانو ويشل شوي دي  او دشولو په لسګونو نمايشي قطعې  جوړې او دبوټو   او د  څارويو له ناروغيو سره  مبارزه   هغه کارونه  دي چې تير کال هم   ترسره   شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته