
کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه لایت کې د اتحاد جریدې ۱۰۱ کالیزه ونمانځل شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ګڼ شمېر دولتي ادارو مسوولینو، لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د چاپي خپرونو او د ژورنالیستیکي چارو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې اتحاد جریدې په هره ګڼه ۳ زره افغانۍ لګښت راځي او هره میاشت نږدې ۶۰ زره افغانۍ دولت ته د اعلاناتو له لارې ورکوي.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې اتحاد جریده اوس مهال په میاشت کې دوه ځله خپرېږي او هڅه کوي، چې د نوي کال په اوونۍ کې یو ځل خپره شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحيمي وویل، چې اتحاد جریده په بغلان کې لومړنۍ فعاله چاپي رسنۍ ده، چې په هېواد کې له فتحې وروسته هم د اتحاد ورځپاڼې خپل فعاليت ته دوام ورکړى دى.
په ورته وخت کې د اتحاد جریدې مسوول سید عبدالله سادات د دغې چاپي رسنۍ رول مهم وباله او زیاته یې کړه، چې اتحاد جریده په څلورو مخونو کې له اسلامي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او ادبي موضوعاتو سره خپرېږي او مرکز یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې لوستونکو ته وړاندې کېږي.
لمر