امنیت

يو ماين ښخوونکي په فارياب ولايت کې ونيول شو

کابل باختردلړم دمياشتې ١٣ :
يو ماين ښخوونکى دامنيتي ځواکونوله خوا په فارياب ولايت  کې ونيول شو.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى مسعود يعقوبي باخترآژانس ته وويل دغه ماين ښخوونکي نن هغه وخت ونيول شو چې دغورماچ ولسوالۍ په بازار کې يې دماين ښخولو نيت درلود.
يوه اړونده خبرځاى وويل نيول شوى ماين ښخوونکى معاذالله نوميږي   او دغورماچ  ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى .
دغه سړي دپوليسو په تحقيقاتو کې ويلي دي چې ديو بل طالب په همکارۍ دطالبانو  ديو سيمه ييز قوماندان په لارښوونه  موظف کړاى شوى و  چې  دغورماچ ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته سيمه کې  ماين ښخ  او  وچوي.
ددغه ماين ښخوونکي په نيول  کيدو سره  دغورماچ ولسوالۍ په بازار کې  دخونړۍ  چاودنې مخه ونيول شوه.
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ هم امنيتي ځواکونو يو ماين ښخوونکى دقيصار په ولسوالۍ کې نيولى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته