سیاستخبرونهټولنه

په بغلان کې د اسلامي امارت د بریا لومړۍ کالیزه ونمانځل شوه

 کابل، د وږي ۹ مه، باختر

په بغلان کې د وږي نهمه د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په یو لړ شانداره مراسمو کې ونمانځل شوه.

دغه غونډه چې په همدې مناسبت په پلخمري ښار کې جوړه شوه د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، دیني عالمانو، مجاهدینو او شمېر مخورو مشرانو په کې هم برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي د وږي نهمه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ټولو شهيدانو او معلولينو ته مبارکي وويله او د مظلومو او شهيدانو د زړورتيا او سرښندنو په باب يې په تفصيل سره خبرې وکړې.

مولوي هاشمي په اوسنيو شرايطو او د اسلامي امارت بريا د هېواد د شهيدانو او معلولينو قرباني وبلله او د شهيدانو او معلولينو په دريځ يې ټينګار وکړ.

مولوي عبدالغني حقاني د وږې د مياشتې په نهمه نېټه له هېواد څخه د اشغالګرو د بشپړو وتلو د ورځې مبارکي وويله او د الاهي فرمانونو او نبوي شريعت په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.

هغه له اسلامي امارت څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانانو دندې او مسئوليتونه روښانه کړل او څرګنده يې کړه چې خوارجي ډلې د مسلمان ملت او نظام پر وړاندې هېڅ مقاومت نه لري او د ناکامۍ او زوال سره مخ دي.

غونډه د خیراو فلاح په دعا سره پای ته ورسېده.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا