سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د نیلسن مندیلا پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١٥ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د جنوبي افریقا د پخواني جمهوررئیس نیلسن مندیلا پر مړینې خواشیني څرګنده کړه او د دغه ستر انسان مړینه یې د جنوبي افریقا خلکو او ټول بشریت ته یوه لویه ضایعه وبلله.
په هغې اعلاميې کې چې دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي  :  حامدکرزي نیلسن مندیلا یو عادل رهبر او هغه  ستر انسان وباله چې د استعمار او اپارتاید یا نژادي تبعیض  پرخلاف یې پر عدم تشدد ولاړه مبارزه وکړه او د نړۍ نورو مشرانو ته الهام بخښونکی شو.
د افغانستان جمهوررئیس وویل: نیلسن مندیلا د جنوبي افریقا د عادي تورپوستو په ژوند او د حقوقو په اعاده کولوکې تل پاتې بدلون رامنځته کړ.
جمهوررئیس کرزي څرګنده کړه چې نیلسن مندیلا د ټولو انسانانو د برابرۍ او د هغوی د حقوقو د مساوات کلک پلوی او د عدالت غوښتونکی انسان و چې د ده د غه نظرونه په بشپړه توګه  له اسلامي ارشاداتو سره هم اړخ لګوي.
حامدکرزی د دغه ستر انسان د مړینې له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ، د جنوبي افریقا خلکو او ټولو آزادۍ غوښتونکو ولسونو ته وړاندې کوي.
نیلسن مندیلا د سږي ناروغۍ له امله په روغتون کې د درې میاشتو له تیرولو وروسته په کورکۍ تر درملنې لاندې و چې پرون یې د ۹۵ کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته