
کابل باختر د وري يوولسمه :
په بغلان ولايت کې د اسلامي ګوند غړو د اسلامي ګوند د اصلاح طلبانو ترعنوان لاندې ټولنه جوړه کړه او ويې ويل چې حکمتيار د اسلامي ګوند د مشر په توګه نه پېژني .
د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې ، دوى وايي د سولې له بهير سره د حکمتيار پيوستون د دغه ګوند غړو اوخلکو ته هيڅ ګټه نه ده کړې او حکمتيار يواځې د ځان په فکر کې دى نه دګوند د غړو .
د دغې ټولنې ريېس عبدالله نهضت يار او يو غړى عبدالقدوس فهيم وايي چې حکمتيار د ګوند غړي هېر کړي دي.
دوى وايي د حکمتيار ويناوو د خلکو او ګوند ترمنځ واټن رامنځته کړى دى او موږ هغه د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر په توګه نه پيژنو .
دوى وويل چې په هېواد کې له موجودو ګوندونو سره اختلاف نه لري او په دې باب د حکمتيار خبرې يواځې د ده شخصي نظر دى .
داپه داسې حال کې ده چې د سولې له بهير سره دګلبدين حکمتيار په پيوستون سره د دغه ګوند د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي . ختم_ ج _ اکرم