امنیت

دبلخ پوليس : دغيرقانوني جنګي وسايلو ليږدونکي نيول کيږي.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دبلخ ولايت پوليس وايي چې له دې وروسته دغيرقانوني وسلو ليږدونکي دامنيې قوماندانۍ له تصميم سره سم تر قانوني څارنې لاندې نيول کيږي دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې له دې وروسته هغه کسان چې له قانوني سندونو پرته وسلې ليږدوي ددغه ولايت دپوليسو له خوا نيول کيږي او وسلې يې ضبطيږي.
دراني زياته کړه چې په مزارشريف ښارکې دنا امنيو دمخنيوي په خاطر ددغې قوماندانۍ له خوا ګوزاريز قطعات جوړ شوي دي چې له سرغړونکو او هغو کسانو سره چې له مجوز پرته وسله ليږدوي جدي چلند وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته