خبرونهاقتصادټولنه

د غیر انتفاعي مؤسسو لپاره د مالیاتي معافیتونو پروسه آنلاین شوه

کابل، د ليندۍ ۶مه، باختر
مالیې وزارت، د غیر انتفاعي مؤسسو لپاره د مالیاتي معافیتونو پروسې د «آنلاین» کېدو خبر ورکړی دی.
مالیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت هڅې کوي په خپلو اړوندو ادارو کې سیسټم جوړوني، آسانه او چټکو برېښنایي چوپړتیاوو ته زمینه برابره کړي؛ ترڅو په چارو کې د بيروکراسۍ او د وخت د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
له دې وروسته به د یادو کورنیو او بهرنیو مؤسسو استازي کولای شي له حضوري مراجعې پرته، په «آنلاین» بڼه او په لنډ وخت کې د مالیاتي معافیتونو پروسه طی مراحل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته