سیاست

جمهور رئیس غني د سویډن د عدلیې وزیر سره وکتل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٦  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سویډن د عدلیې له وزیر لارس ویسټبراټ سره چې د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی وو، نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سویډن هېواد د همکاریو مننه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، د پوهنې او لوړو زده کړو دکیفیت د ښه والي په برخه کې د سویډن د همکاریو او کډوالو په موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د سویډن د عدلیې وزیر وویل، سویډن او افغانستان پخوانۍ دوستانه اړیکې لري. نوموړي جمهور رئیس ته له افغانستان سره د خپل هېواد په استازیتوب  د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، سویډن به په بروکسل ناسته کې تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه وکړي.
جمهور رئیس غني سویډن د افغانستان ښه شریک وباله او له افغانستان سره د همکاریو د تداوم په هکله یې د سویډن هېواد له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه، افغانستان او سویډن تل دوستانه مناسبات لرلي دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل،د سویډن هېواد له پخوا راهیسې له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې پام وړ مرستې کړي چې د افغانستان خلک او حکومت د دوی د دغو مرستو منندوی دي.
جمهور رئیس غني د انرژۍ د تولید او معارف په برخو کې له افغانستان سره د سویډن همکارۍ مهمې وبللې او د هغو د دوام هیله یې وکړه. هغه زیاته کړه، موږ د کډوالو په برخه کې د سویډن هېواد ستونزې درک کوو او د قانون په چوکاټ کې هر ډول همکارۍ ته تیار یوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته