خبرونهټولنه

په بغلان کې د بنو ښارګوټی پرانیستل شو

 کابل، د لیندی ۸ مه، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د بنو ولسوالۍ ښارګوټی د ځايي ملکي او پوځي مسوولینو، ولسي وګړو او قومي مشرانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

یاد ښارګوټی ۳۵ دوکانونه او یو مارکېټ لري، چې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت انډولیز پرمختیايي کارونو، د هېواد بیارغونې او په لرې پرتو ولسوالیو کې د ځایي خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی او همدې ژمنتیا په اساس یاد ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

بل لورته د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي او وایي، چې  د دغه ښارګوټي په رغولو سره به یې ستونزې حل شي.

اندړوال، جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا